تازه خبرونه
د اسلامي امارت سرپرست حکومت ناقانونه لاریونونه منع کړل
د روان کال د زمري پر ۲۴ / د اګست ۱۵ / له هغې څو ورځې وروسته، چې طالبانو په کابل کې د واکمنۍ تشه ډکه کړه او کابل یې ونیوه؛ یو شمېر افغان ښځو د افغانستان د هرات، مزارشریف او کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره لاریونونه پیل او غږونه پورته کړې.
دغه راز د طالبانو پر ضد د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشیر جبهې وسلوال مقاومت پیل کړ؛ خو د طالبانو لخوا د دغه مقاومت له ځپلو وروسته د مقاومت مشر د ملي پاڅون غږ راپورته کړ او ورسره په هرات، کابل او مزارشریف کې اعتراضي غبرګونونه پراخه شول.
د دغو لاریونونو په ځواب کې د اسلامي امارت سرپرستې ادارې د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر ناقانونه لاریونونو بندیز ولګاوه او ویې ویل، چې له اجازې او قانوني اسنادو پرته د محدود شمېر خلکو روان لاریونونه به هېوادنی امنیت او ورځنی ژوند ګډوډ کړي؛ نو اړینه ده، چې د اعتراضي لاریونونو او مظاهرو د تر سره کولو لپاره د عدلیې وزارت اجازه ترلاسه شي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: د اعتراضي لاریون یا مظاهرې څخه باید لږ تر لږه څلیریشت ګړۍ مخکې د وخت، ځای او غوښتنو په اړه باید چارواکو ته خبر ورکړ شي او اړوند اجازه واخیستل شي.
دغه راز ټینګار شوی؛ دمګړۍ دې افراد، اشخاص او دلې تر بېلابېلو نومونو لاندې د خپلو غوښتنو لپاره له ناقانونه لاریونونو ډډه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به د هرې پېښې د رامنځته کېدو ځواب ورکوونکي وي او قانوني چلند به ورسره تر سره شي.