تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفارتي استازي تهران ته رسېدلي

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې په تهران کې د افغانستان د سفارت کارونه د یکشنبې پر ورځ نویو کارکوونکیو ته وسپارل شول او کاري بهیر په عادي بڼه روان دی.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په ايران کې میشت افغانانو ته خبر ورکړ، چې په ایران کې د افغانستان سفارت ته نوی چارسمبالی او دیپلوماتان ټاکل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ویلي؛ نن په تهران کې د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوی چارسمبالی فضل محمد حقاني او ورسره کاري ډله یې په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې رسماً ترلاسه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت دا پرمختګ د افغانستان او ایران دوه اړخیزو اړیکو کې مهم او مرستندوی ګام بولي.

یاد وزارت څرګنده کړې، چې د دیپلوماتیکو کارکوونکیو بدلول د هر هېواد عادي او مشروع حق دی.

دغه وزارت زیاته کړې؛ له نویو بدلونونو سره به د سفارت په چارو کې روڼتیا راشي او د دواړو هېوادونو اړیکې به په ټولو برخو کې پراخې شي.

دغه وزارت راز زیاته کړې: مونږ باور لرو، چې په نویو ګومارنو سره به د سفارت په چارو کې روڼتیا او د دواړو مسلمانو او وروڼو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د بهرنیو چارو وزارت په یوه ماموریت کې د دیپلوماټیکو کارکوونکیو بدلول یوه عادي اداري کار او د هر هېواد مشروع حق دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تهران کې د افغانستان د سفارت په وضعیت کې هیڅ ډول بدلون ندی راغلی.

په تهران کې د افغانستان سفارت د سپارلو او کار پیلولو موضوع د افغانستان داخلي موضوع ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په هیڅ صورت په دې موضوع کې لاس نه‌لري.

Trending

Exit mobile version