تازه خبرونه

د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون له ګاونډ هېوادونو سره پر رغنده اړیکو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر پر مشرۍ پرون ( شنبه د کب څلورمه) د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون غونډه ترسره شوه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د هېواد او سیمې پر سیاسي پرمختګونو، وروستیو تحولاتو او له نړۍ سره پر ښو اړيکو د بحث ترڅنګ له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې هم وارزول شوې.

ویل کیږي، چې د سیاسي کمیسیون غړیو له ګاونډ هېوادنو سره پر رغنده اړیکو د ټینګار ترڅنګ یادونه کړې، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو هیچاته پر خپله خاوره د تېري او له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې جازه نه‌ورکوي.

ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې ناندریزې شوې دي.

Trending

Exit mobile version