تازه خبرونه
د اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد ناصر آخوند په مازندران کې له ځايي کارخونو، د کبانو له روزنتونونو او د تازه مېوو له بستهبندۍ مرکزونو لیدنه کړې ده.
د اسلامي امارت مالیې وزیر محمد ناصر آخوند ایران ته د خپل سفر په لړ کې مازندران ته تللی او د دې ولایت له سیمهییزو چارواکو سره یې د کرنې، سوداګرۍ او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد ناصر آخوند په مازندران کې له ځايي کارخونو، د کبانو له روزنتونونو او د تازه مېوو له بستهبندۍ مرکزونو لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مازندران چارواکو د کرنې، سوداګرۍ او نورو اړوند برخو کې له افغانستان سره د مسلکي او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړی دی.
مازندران د ایران په شمال کې د کسپین بحیرې ترڅنګ موقعیت لري او د دغه هېواد له حاصلخیزو ولایتونو څخه دی.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ولایت پراخ لیمو او مالټې بڼونه او د کبانو ګڼ روزنتونونه لري، چې د ایران په اقتصاد کې مهم رول لري.