تازه خبرونه
د اسلامي امارت مشرتابه د پنجشیر ولایت له سیمه ییزو چارواکو او دیني عالمانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ۲۳ ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده د پنجشېر ولایت له یو شمېر دیني علمانو، مخورو او مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده د پنجشېر له خلکو مننه وکړه، چې مجاهدینو ته یې د پنجشیر په سپارلو کې مرسته کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د اسلامي امارت مشر ملا هبة الله آخوندزاده د افغانستان د خلکو او امارت تر منځ د اتفاق او اتحاد رامنځته کولو سپارښتنه کړې ده.
دغه راز د اسلامي امارت مشرتابه له دې پلاوي او ولایتي چارواکو سره د دوی د وضعیت، ستونزو او وړاندیزونو په اړه هم خبرې وکړې.
د دې اعلامیې په یوه برخه کې دا هم راغلي، چې د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، چې تعصبات او تفرقې دې له منځه یوسي او خلک دې پر بېلابېلو نومونو نه وېشل کیږي.
د اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده وایي: مونږ باید د راتلونکیو نسلونو لپاره د اتحاد او اتفاق بېلګه جوړه کړو.
همدا راز نوموړي د ستونزو په حل کې له مسوولینو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
هغه وایي: زه نه غواړم، چې تاسې زما خدمت وکړې، بلکې غواړم، چې تاسې د اسلام او ملت خدمت وکړئ.
د یادې اعلاميې له مخې؛ په دې غونډه کې د پنجشېر او اندرابونو نظامي مسوول مل پاسوال عبدالقيوم ذاکر، د پنجشير ولايت د اسلامي امارت وياندوى محمد محسن او يو شمېر مخورو او علمانو هم حضور درلود.