تازه خبرونه
د اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ
د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت مشر شیخهبةالله آخوندزاده په یوه پېنځهمادهییز فرمان کې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د هېواد پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو عاملان ونیسي او په هر حالت کې یې اړوند محکمو ته وروپېژني.
د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
همدارنګه، محکمې مکلفې شوې دي، چې د ټرافیکي پېښو اړوند قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د پېښو د قربانیانو د وارثانو حقوق خوندي کړي.
دغه فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې د هېواد پر لویو لارو ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او د قربانیانو شمېر هم لوړ دی.