تازه خبرونه

د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت له کورني مشروعیت او رضایت پرته ناشونی دی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۱)

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي؛ د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ا.ا باید د ښځو او نرینه وو بشري حقونه خوندي او یو ټوګډونه حکومت جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې؛ مونږ غواړو، چې د افغانستان خلک روښانه راتلونکې ولري او کله، چې د افغانستان خلک خپل حکومت پر رسمیت وپېژني؛ نو د نړیوالې ټولنې لخوا به هم پرته له ځنډه پر رسمیت وپېژندل شي.

مونږ غواړو، چې افغانستان مثبت کار وکړي او نورو هېوادونو ته ګواښ نه وي، مونږ د اسلامي امارت له چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په اړه خبرې کړي او پر دې کار روان دی.

ده  د اروپايي ټولنې د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی؛ خو په افغانستان کې یې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د شتوالي په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي زیته کړې؛ ډېري افغانان ان د خوړلو لپاره کافي خواړه هم نلري. مونږ په افغانستان کې خپلې بشري مرستې روانې ساتو. دا هم باید په پام کې ونیسو، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران زیات شوی دی. له بلې خوا امنیتي وضعیت تر یوه حده ښه شوی؛ خو مونږ اوس هم د داعش اونورو ډلو په اړه اندېښمن یوو، چې څه موده مخکې یې مرګوني بریدونه وکړل.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی څرګندوي، چې په دې وروستیو ورځو کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پر بېلابېلو بشري، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو کتلي دي.

Trending

Exit mobile version