تازه خبرونه

د اسلامي امارت وزیرانو په کابل کې د ترکیې او جاپان له سفیرانو سره وکتل

Published

on

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د سې شنبې پر ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي، اقتصادي مسایلو، دوه اړخیزو ګټو او د همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.

همدارنګه په دې کتنه کې متقي د ترکیې سفیر ته د وروستۍ زلزلې له کبله د افغان ولس او حکومت د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او د ترکیې مسلمانو وروڼو ته یې د افغانستان د ظرفیتونو په حدودو کې د مرستې ډاډ څرګند کړ.

د ترکیې سفیر د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د خواخوږۍ او پیوستون له امله مننه وکړه.

د ترکیې سفیر څرګنده کړې؛ تر اوسه پورې لږ تر لږه ۴۱ زره کسانو د ترکیې په زلزله کې  خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې دا شمېر اوس هم مخ پر زیاتېدو دی او داسې ښکاري، چې دا به د ترکیې په تاریخ کې یوه بې سارې زلزله وي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن ماسپښین په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ حقاني د جاپان له مرستو مننه کړې او څرګندوي، چې اقتصادي بندیزونو او بانکي بندیزونو خلکو ته زیان رسولی دی.

حقاني په ډاګه کړې: د بندیزونو سیاست د هیچا په ګټه ندی؛ یوازې خبرې اترې او همغږي کولی شي ستونزې حل کړي. له بده مرغه؛ نړۍ عامو خلکو ته د خپل سیاسي دریځ له مخې سزا ورکوي، چې دا عادلانه نده.

حقاني زیاته کړې: اسلامي امارت پوهیږي، چې له اشغاله پر میراث راپاتې ستونزې لږ ندي؛ خو د اسلامي امارت له رهبرۍ نیولې تر یوه عادي غړي پورې یې د حل لپاره هڅې کوي.

په بدل کې اوکادا هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي تعلیمي کال کې به د نجونو د زده‌کړې پر وړاندې کوم خنډ نه وي.

نوموړي د اقتصادي ستونزو او شته ننګونو د حل هیله کوي او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

حقاني د جاپان سفير ته ويلي: که نړيواله ټولنه په ښه نيت سره متحده شي؛ نو ډېره هيله شته، چې د بې باورۍ اوسنۍ فضا به بدله او د تفاهم ژبه به رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version