تازه خبرونه
د اسلامي امارت پر ضد له وسلوالې مبارزې ملاتړ نکوو – امریکا
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ويلي، امریکا د اسلامي امارت پر ضد له کومې وسلوالې مبارزې ملاتړ نکوي.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ ګډونوالو ته په وینا کې توماس ویسټ ټینګار کړی؛ د امریکا پالیسي له اسلامي امارت سره تعامل او د دوی بدلون دی.
دغه امریکايي ډیپلومات په دې اده ویلي؛ امریکا به له اسلامي امارت سره کټ مټ هغه تېروتنه بیا تکرار نکړې، چې په ۲۰۰۱ کال کې یې له نورو سره د واک په نه شریکولو کې کړې وه.
نوموړي په خپلو خبرو کې ډېر د افغانستان پر وضعیت راڅرخېدلی دی.
توماس ویسټ د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې امریکا د اسلامي امارت پر وړاندې د کومې وسلوالې مبارزې د ملاتړ اراده نلري.
هغه ټینګار کړی، چې د امریکا تګلاره له اسلامي امارت سره تعامل او هغو بدلول دي.
دی وایي: امریکا د طالبانو پر وړاندې د وسلوالې مبارزې ملاتړ نکوي. مونږ غواړو، چې یو سوله ییز هېواد ووینو او ملاتړ یې وکړو، چې بیا به هیڅکله د هغو تروریستانو لپاره پټنځی نه وي، چې امریکا، متحدینو یا نورو هېوادونو ته ګواښ وي او د خپلو ټولو خلکو حقونه خوندي کړي.
که څه هم دغه امریکايي ډیپلومات په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه د غرب او د سیمې د هېوادونو هڅوونکې اجماع ته خوشبین دی؛ خو وايي، چې اسلامي امارت کټ مټ هغه تېروتنه کړې، چې امریکا په دوه زره لومړی کال کې په افغانستان کې وکړه او واک یې له نورو سره شریک نکړ.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبان( اسلامي امارت) هم هماغه تېروتنه کوي، چې د ۲۰۰۱ کال په لومړیو کې امریکا کړې وه. په هغه وخت کې امریکا طالبانو( اسلامي امارت) ته اجازه نه وه ورکړې، چې (په جوړ شوي حکومت کې) باعزته ژوند وکړي.
توماس ویسټ په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د قانون پر حاکمیت هم ټینګار وکړ او وایې، چې په دې برخه کې نړیوال فشار مهم دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي، چې امریکا په افغانستان کې په خپلو ټولو سیاستونو او ستراتیژیو کې ناکامه شوې او نور د افغانستان کورني مسایل له امریکا سره تړاو نلري.
د تېرې جمعې پر ورځ په یوه اجرائیوي فرمان کې، د امریکا ولسمشر د افغانستان د ۷ میلیارډ کنګل شویو ډالرو څخه بشري مرستو ته ۳.۵ میلیارډه او همدومره نور یې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو لپاره ځانګړې کړل، چې دې پرېکړې په افغانستان او بهر کې مخالف غبرګونونه را وپارول.
د یادونې ده، چې د امریکا دې پرېکړې په هېواد کې دننه او بهر د خلکو یو لړ غبرګونونه راوپارول او ویل کیږي، چې د بایډن پرېکړه د منلو نده. افغانان د امریکا له عدلي او قضایي بنسټونو غواړي، چې د افغانستان د خلکو شتمني دې بېرته افغانستان ته راولېږدول شي او پر نورو دې نه خیراتیږي.