تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوي ازبکستان ته د سرحدي مسایلو په اړه سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هېواد له امنیتي چارواکو سره یې د سرحدي ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

دغه وزارت د شنبې پر ورځ (د چنګاښ ۱۷نېټه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه پلاوي کې د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس غلام نبي صمیم او د دغه ولایت د شپږمې سرحدي لوا قومندان منصور جاوید برخه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي سیمو د اوسېدونکیو د ستونزو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې غلام نبي صمیم ډاډ ورکړی، چې سرحدي ستونزې به حل شي او د افغانستان له خاورې څخه به د ازبکستان لپاره کومه ستونزه رامنځته نه‌شي.

افغان پلاوي له ازبکستان وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلې ښې اړیکې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version