تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوي د ولسمشر رییسي په جنازه کې ګډون وکړ

Published

on

نن چارشنبه د غبرکولي دوه‌یمه د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د ایران د ارواښاد ولسمشر ابراهیم ريیسي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي په دې اړه تهران ته سفر کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا برادر به په خپل سفر کې د ایران له دولتي چارواکو او د ارواښاد ولسمشر له کورنۍ سره وګوري او د افغانانو پر استازیتوب به د خواخوږۍ او خواسینۍ مراتب وړاندې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي هم په دې سفر کې له ملا عبدالغني برادر سره مل دی.

د ایران رهبر د چارشنبې پر ورځ د دغه هېواد د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د جنازې لمونځ ادا کړ، چې د یکشنبې پر ورځې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

په لسګونه زره کسانو په پلازمېنه تهران کې د هغو پر بیرغ له پوښلو تابوتونو سره د خواخوږۍ ګامونه پورته کړل.

د ایران رهبر خامنه‌یي پخپل امامت په تهران پوهنتون کې د هغو د جنازي مراسم تر سره کړل.

د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې؛ په دې مراسیمو کې د ایران د سپاه پاسداران مشرانو کډون درلود، چې د هېواد لوی ځواک ګڼل کیږي.

په دې مراسمو کې د نړۍ د نورو مشرانو تر څنګ د حماس مشر اسماعیل هنیه هم ګډون کړی و.

دغه راز به په تهران کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د عراق لومړی وزیر محمد شیعه السوداني او د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان هم له دې مراسمو برخمن شي. ان له څلور لسیزو وروسته د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري هم تهران ته سفر وکړ.

ویل کیږي، چې ۶۳ کلن رییسي د ایران د رهبر ۸۵ کلن خامنه‌یي د احتمالي ځایناستي په توګه مطرح شوی و؛ خو اوس سترګې د خامنه‌يي ۵۵ کلن زوی مجتبی ته اوړي.

Trending

Exit mobile version