تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوی اسلامآباد ته ورسید
د کندهار والي ملا شیرین اخوند پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته رسېدلی دی.
د دې پلاوي په جوړښت کې د ملي دفاع وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د استخباراتو مسوولین پرګوته شوي دي.
ټاکل شوې، چې دغه پلاوی سبا له پاکستانيو چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.
د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا ګډه غونډه به هم سبا په اسلامآباد کې جوړه شي او افغان پلاوی به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وګوري. ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکو سره وګوري.
په دغو ناستو کې به د پاکستان د هغه ادعا په اړه خبرې وشي، چې د افغانستان خاورې د اورپکو له لوري کارول کېږي.
دغه راز اسلامآباد تمه لري، چې په افغانستان کې د حافظ ګل بهادر او نورو اورپکو د سپارلو غوښتنه وکړي.
په دې ناستو کې به د چمن په بندر کې د ویزې د وړیا ترانسپورت په اړه هم خبرې وشي.
د کابل او اسلامآباد اړیکې په وروستیو څو میاشتو کې د ټي ټي پي د پرلهپسې بریدونو له کبله ترینګلې شوې دي. اوس به وګورو، چې ایا پاکستان ته د اسلامي امارت د چارواکو سفر او کابل ته د پاکستان د یوه مذهبي مشر پر مشرۍ د یوه پلاوي سفر به د اسلامآباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو لامل کېدای شي او که نه؟!