تازه خبرونه
د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیو پرېکړې ته اړتیا لري
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، چې د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پېنځه دایمي غړیو له پرېکړې سره تړاو لري او د دغو هېوادونو هر ډول اقدام به د دې هېواد په اړه د نړۍ د ټولو هېوادونو دریځونه اغېزمن کړي.
آصف علي دراني د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو له مرکز سره په مرکه کې ویلي: اوسمهال د نړۍ هیڅ هېواد چارسمبالی حکومت پر رسمیت نهدی پېژندلی. د چارسمبالي حکومت پر رسمیت پېژندل د امنیت په شورا کې د نړۍ د پېنځو ځواکمنو هېوادونو له پرېکړې سره تړاو لري. که دغه پېنځه هېوادونه په هر ډول اقدام وکړي، د افغانستان په اړه به د ټولې نړۍ دریځ اغېزمن کړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ پاکستان پر یوازې ځان دا کار نهشي کولی.
آصف علي دراني په ډاګه کړې؛ نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره تربګڼي کوي، لږ تر لږه باید پر افغان ولس، چې له فقر او اقتصادي کړکېچ سره مخ دي، رحم وکړي.
آصف علي دراني له نړیوالې ټولنې وغوښتل: که د افغانستان پر واکمنو مهربانه نهوي؛ لږ تر لږه دې د دغه هېواد له خلکو سره، چې له اقتصادي بحران سره مخ دي، خواخوږي وکړي.
هغه دغه راز له نړیوالو وغوښتل، چې افغانان خپل سیاسي، اقتصادي او مدني نظام جوړولو ته پریږدي؛ ځکه تېرو تجربو ښودلې، چې په دې هېواد کې لاسوهنه د نړۍ پر ګټه نهده.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غواړي؛ د افغانستان چارسمبالي حکومت ته دې اجازه ورکړي، چې خپل سیاسي نظام په خپله خوښه جوړ کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي درانی وایي: افغانستان ته فرصت نهدی ورکړشوی، چې حکومت پخپله اداره کړي او پخپله د ځانبسیاینې لپاره کار وکړي. په نړۍ کې پاچاهۍ شته، دیکتاتورۍ شته؛ خو نړۍ پرې کار نهلري. د افغانستان په چارو کې لاسوهنه هیڅکله ګټه نهکوي.
نوموړي دا هم ویلي؛ افغانستان شپږ ګاونډيان لري، چې ټول يې ترې امنيتي اندېښنې لري.
د ده په وینا؛ په افغانستان کې وضعیت اوس هم آرام نهدی.
دغه راز د افغانستان په شمالي ګاونډ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلی او له خپل تاجکستاني سیال سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
دوی وايي، چې دواړه هېوادونه د افغانستان په اړه ګډ دریځ لري.
د دوشنبې پر ورځ د روسیې او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزه یې د دواړو هېوادونو ګډ دریځ وباله.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف ویلي؛ مونږ د افغانستان په اړه خبرې وکړې. مونږ په منظمه توګه نږدې محرمې مشورې کوو. مونږ په قومي او سیاسي لحاظ د ټولګډونه دولت د جوړولو په اړه ګډ دریځونه لرو. له افغانستان څخه باید ترهګري ګاونډ هېوادونو ته باید خطر جوړ نهکړي او د نشه يي توکو د قاچاق او غیر قانوني کډوالۍ مخه دې ونیول شي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین وایي: مونږ د افغانستان په اړه منظم تماسونه لرو؛ ځکه، چې مونږ د امنیت او ترهګرۍ په اړه ګډې اندېښنې لرو، زمونږ ګډه هیله دا ده، چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته شي، د ترهګرۍ او د نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام ویست به د افغانستان په اړه د بریتانیا او عربي متحده اماراتو له چارواکو سره د خبرو لپاره سفر پیل کړي. هغه تویت کړی، چې دی به د جون له پېنځمې تر نهمې نېټې په لندن او ابوظبي کې د افغانستان پرګډو ګټو خبرې وکړي.
