تازه خبرونه

د اسلامي امارت په ریاست الوزرا کې نوې ګومارنې ترسره شوي

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۵, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس څرګنده کړې؛ د دندو د پوره ښه‌والي او کار د کار اهلو ته د سپارلو لپاره یو شمېر تجربه لرونکي او روزل شوي شخصیتونه د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر په چارو کې پر کار پیل وکړ.

د ریاست الوزرا د دفتر د عمومي رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغه دفتر د رييس پر وړانديز او د ریاست اوزرا پر منظورۍ مولوي صالح محمد مصلح د سيمه ييزو مطالعاتو او راپور ورکولو د رييس په توګه او مولوي نظر محمد میرویس د ریاست الوزرا د داخلي تفتیش د رییس په توګه ټاکل شوي دي او مولوي حبیب الله د اسلامي امارت د ولایتي انسجام په چارو کې د مرستیال ویاند په توګه معرفي شول.

دغه راز څرګنده شوې: دغه کسان د رياست الوزرا د عامه او ستراتيژيکو اړيکو د مرستیال احمدالله متقي او د ریاست الوزرا د دفتر د بشري سرچينو د رييس مولوي محمد داوود محمدي لخوا په يوه رسمي غونډه  کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول. دغه راز په دغه پروګرام کې د ریاست الوزرا یو شمېر رییسان هم معرفي شول.

د ریاست الوزرا د عامه او ستراتېژيک اړيکو مرستيال احمدالله متقي د يادو کسانو د کړنو د ستاينې ترڅنګ هغوى ته په ورسپارل شويو دندو کې د برياليتوب هيله وکړه.

Trending

Exit mobile version