تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونه له هېواده دفاع ته چمتو دي ـ چارواکي
د افغانستان ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې له خپل هېواد څخه دفاع ته چمتو دي او په سیمه او نړۍ کې هیڅ ځواک د دغو ځواکونو پر وړاندې د مقابلې توان نلري.
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز، چې د پاکستان د وروستيو هوايي بريدونو د قربانيانو له کورنيو سره د ليدنې او خواخوږۍ څرګندولو لپاره خوست ولايت ته د یو پلاوي پر مشرۍ تللى وايي؛ د زياتو سرتېرو، وسلو او تجهيزاتو په مرسته يې د افغانستان پولې ټينګې کړې دي.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره په لیدنه کې هغوی ته د صبر او زغم سپارښتنه وکړه او ټینګار څرګندوي، چې د بریدونو د ځواب لپاره هېڅ پوځي امر ندی صادر شوی.
هغه ويلي: نور ځواکونه، وسلې او تجهيزات پولې ته رارسېدلي؛ هيڅ ځواک د اسلامي امارت د ځواکونو پر وړاندې نشي درېدلی. زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې تاسې به د پخوا په څېر په سوله او آرامۍ کې ژوند کوئ.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون او فعالیت ردوي، خو زیاتوي، چې په غرنیو سیمو کې ښايي ستونزې رامنځته شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ډاډ څرګندوي، چې د اسلامي امارت ځواکونه د افغانستان دفاع کوي او له پاکستان سره به ترینګلتیا له ډیپلوماټیکو لارو اواره شي.
مجاهد زیاته کړې: مونږ دا نه منو او هیچا ته به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او یا زمونږ خاوره د پاکستان پر ضد وګواښي. که په سختو غرنیو سیمو کې کومه ستونزه وي، باید په ګډه حل شي؛ نه دا، چې بمبارډ او برید وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پر خوست او کونړ د پاکستانيو ځواکونو په هوايي او راکیټي بريدونو له کیبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤٧ کسان وژل شوي او له ٢٠ ډېر نور ټپيان دي.
پاکستان ادعا کړې؛ د پاکستانيو طالبانو پر مرکزونو یې بریدونه کړي؛ ځکه، چې د افغانستان له خاورې يې د پاکستان امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړی دی.