تازه خبرونه

د اسلامي امارت ځواکونو زمونږ له ملي حاکمیته سرغړونه کړې – پاکستان  

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۴۰۲)

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو تېره اوونۍ د پاکستان په خاوره کې د پوځي تاسیساتو پر جوړولو کار کاوه، چې دا مو له ملي حاکمیته ښکاره سرغړونه ده.

یاد وزارت د تورخم دروازې د تړلو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه حیرانوونکې ده؛ ځکه، چې لنډمهاله افغان چارواکي په تورخم کې د پاکستان – افغانستان د پولې د لنډمهاله تړل کېدا پر لاملونو ښه پوهیږي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې د تورخم د لارې بندول او د پاکستانيو پوځیانو له لوري پر افغان پوله ساتو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب له اړیکو سره په ټکر کې دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان سرحدي ساتونکیو د افغانستان اسلامي امارت پر ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې، چې دوی د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د رغونې په حال کې ول. دا پېښه د چارشنبې پر ورځ رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د تورخم پوله د ټولو ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف بولي.

پاکستان د دوشنبې پر ورځ د افغانستان پر اسلامي امارت  تور ولګاوه، چې د دوی په خاوره کې تاسیسات جوړوي.

پاکستان په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په خپله خاوره کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت له لوري د هر راز تاسیساتو جوړول ورته د منلو نه‌دي؛ ځکه، چې دا زمونږ له حاکمیته سرغړونه ده. د سپتمبر پر شپږمه نېټه افغان ځواکونو د یوه سوله‌ییز حل پر ځای بې توپیره ډزې وکړې؛ د پاکستانيو پوځیانو پوستې یې پر نښه کړې، د تورخم په پوله کې یې بنسټیز تاسیسات زیانمن کړل او د افغان او پاکستاني ملکي وګړیو ژوند یې له خطر سره مخ کړ.

پاکستان ادعا کړې، چې دا ډزې بې بنسټه او بې دلیله وې.

د پاکستان په اعلامیه کې راغلي؛ د افغانستان د سرحدي امنیتي ځواکونو له لوري بې بنسټه ډزې هغه ترهګر عناصر زړور کوي، چې په افغانستان کې له خوندي پټنځایونه لري.

دغه راز دې ډلو ته په نغوته کې ویل شوي: دوی لکه څنګه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلې په خپل وروستي راپور کې تائید کړي؛ له خپلو خوندي پټنځایونو خوند اخلي.

دغه وزارت دا هم ویلي، چې پاکستان پر ګډه پوله د میشتو افغان ځواکونو له لوري د پرله‌پسې غیر ضروري پارونو پر وړاندې له زغمه کار اخیستی او خبرو ته لومړیتوب ورکوي. لنډمهالي بندیزونه یوازې په سختو قضیو کې ترسره کیږي. لکه په پوله کې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د ۶ پېښه یا کله، چې په پاکستان کې دننه د افغانستان خاوره د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي.

په دې اعلامیه کې راغلي: مونږ له افغان لنډمهالي حکومت څخه هیله کوو، چې د پاکستان اندېښنې په پام کې ونیسي؛ د پاکستان ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سلګونه بار‌وړونکي موټر پاکستان ته له تګ څخه منع شوي، چې د تازه میوو او سابو د خرابېدو شونتیا یې ډېره ده.

Trending

Exit mobile version