تازه خبرونه
د اسلامي امارت چارواکو د افغانانو د راستنولو لپاره سویس ته سفر کړی
دا سفر د سویس د مهاجرت دفتر له لوري د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره، چې نه یوازې جرمي دوسیې لري، بلکې غواړي داوطلبانه خپل هېواد ته ستانه شي؛ د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره تنظیم شوی دی.
د سویس رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت ۴ چارواکي په دې وروستیو کې ژنیو ته د هغو افغانانو د هویت تائیدولو لپاره سفر کړي، چې ټاکل شوې له سویس څخه وایستل شي.
دا سفر د سویس د مهاجرت دفتر له لوري د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره، چې نه یوازې جرمي دوسیې لري، بلکې غواړي داوطلبانه خپل هېواد ته ستانه شي؛ د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره تنظیم شوی دی.
د سویس د مهاجرت دفتر ویاند ډانیل باخ ویلي، چې که څه هم د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې بشري حقونه نه مراعات کیږي؛ خو د سویس حکومت ته عامه امنیت لومړیتوب لري.
هغه زیاته کړې: “مونږ وموندله، چې د خلکو ساتنه تر هر شي غوره ده.”
تېر کال د سویس د عدلیې وزیر بیټ جانس پرېکړه کړې؛ محکوم شوي افغان مجرمین به د دوی د بند مودې له بشپړولو وروسته بېرته وایستل شي. د تېر کال تر پایه پورې پېنځه افغانان جبري ایستل شوي دي.
د سویس د مهاجرت دفتر د څرګندونو له مخې؛ کله، چې اسلامي امارت په سویس کې د افغانستان د سفارت لخوا صادر شوي سفري اسناد باطل کړل؛ نو له دې هېواد څخه جبري ایستل هم ودرېدل.
د دې بهیر د دوام لپاره افغان پلاوي دوه ورځې د ژنیو په هوايي ډګر کې تېرې کړې او د ۱۳ کسانو د هویت د تثبیت لپاره، چې ۱۱ محکوم مجرمین ول؛ هڅې وکړې.
د دغو کسانو د هویت د تثبیت هڅې بریالۍ وې او د دوی د جبري ایستلو لپاره چمتووالی روان دی.