تازه خبرونه

د اسلامي امارت ډیپلوماټانو په عمان کې کار پیل کړ- بهرنیو چارو وزارت

دغه راز په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر ۱۲ کلن ماموریت پای ته رسېدلی او ازبکستان به افغانستان ته خپل نوی سفیر هم وروپېژني.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغان سفارت د ډیپلوماټانو فعالیتونه او خدمات د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ پیل شول.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل زیاته کړې، چې د کوربه هېواد پر همکارۍ د سفارت د فعالیتونو بیا پیلول به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

دغه راز په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر ۱۲ کلن ماموریت پای ته رسېدلی او ازبکستان به افغانستان ته خپل نوی سفیر هم وروپېژني.

یادګار خواجه شادمانوف د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په خپله وروستۍ کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا هڅه کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی او ازبکستاني سوداګر او پانګوال چمتو دي، چې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستيال دغه راز د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او وایي، چې افغانستان او ازبکستان پخوانۍ اړيکې لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو له برابرولو سره له پانګونې هرکلی کوي.

په افغانستان کې د یادګار خواجه شادمانوف تر ټولو مهمه لاسته راوړنه په تېره بیا په تېرو درې کلونو کې د څه باندې دوه میلیارډ ډالرو پر ارزښت د پېنځه سوداګریزو او اقتصادي تړونونو لاسلیکول ول، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې لاسلیک شول.

Trending

Exit mobile version