تازه خبرونه
د اسلامي امارت ژغورونکیو ډلو د سیلابونو پرمهال لسګونه کسان ژغورلي
کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د دې وزارت پېښو ته د رسېدو او اوروژنې ریاست منسوبینو په هېواد کې د ورستیو څو ورځو سختو سېلابونو پرمهال د ګڼو هېوادوالو ژوند ژغورلی او پخپل وخت وررسیدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع وایي: د کابل پېښو ته د رسېدو او اوروژنې لوی ریاست ژغورونکې ډلې د یاد ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ورستیو سیلابونو پرمهال په لوړې غونډۍ او ارغندې سیمو کې د ۶ هېوادوالو جسدونه موندلي او کورنیو ته یې سپارلي دي او هم یې د پېښو له ځایه لسکونه ټپيان روغتونونو ته لیږدولي دي.
دغه راز د ننګرهار په شپږ ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له کبله ګڼ شمېر هېوادوالو ته مالي زیانونه اوښتي دي، چې کرنیزې ځمکې، کانالونه، سربندونه او څاروي یې له منځه وړي دي.
د یاد ولایت پېښو ته د رسیدو او اور وژنې ځایي مسوولینو ویلي؛ زیانمنو سیمو ته یې پخپل وخت ژغورونکې ډلې لېږلي دي.
همدارنګه د تېري ورځې اورښتونو او سېلابونو د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو ( یحی خېلو، جانخېلو، خوشامند، وړممۍ، سروبي، ارګون ) کې خلکو ته درانده مالي زیانونه اړولي دي.
دغه راز د غزني ولایت پېښو ته رسیدو او اور وژنې ریاست منسوبینو د یاد ولایت مرکز او د درېیمې حوزې په اړوند کلیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ هیوادوال، چې په اوبو کې بند پاتې ول، ژغورلي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت تېره ورځ ویلي وه: په هېواد کې وروستیو سېلابونو د اته ولایتونو اوسېدونکي اغېزمن کړي؛ د مړو شمېر ۳۸ کسانو ته رسېدلی او ۵۷ نور ټپيان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان په لس ولایتونو کې سیلابونو ۹۲۰ د استوګنې کورونه او اووه زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه زیانمن کړي او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د مرستو چارې پیل کړې دي.
