سوداگري

د اسلامي امارت کابینې د راتلونکي مالي کال بودجه تصویب کړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې څرګنده کړی؛ تېره ورځ د اسلامي امارت کابینې د نوي ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د بودجې طرحه، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې ورلېږل شوې وه، تصویب کړه.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تصویب شوې بودجه مالیې وزارت ته استول شوې ده.

د سې شنبې پر ورځ دغه بدیجه منظور او تصویب شوې، چې د رییس الوزرا مرستيال هم په دې ناسته کې ګډون كړی و.

اسلامي امارت تر اوسه وروستۍ بودجه په ډاګه کړې نده؛ خو د مالیې وزارت وايي، د نوي مالي کال لپاره یې پراختیایي بودیجه ځانګړې کړې ده.

د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وایي: د وزارت د مشرتابه له تصویب وروسته به یې (پیسې) له رسنیو سره شریکې شي.

د تېر کال بودجه ۲۳۱ میلیارد افغانۍ وه، چې ۲۰۳ میلیارد افغانۍ عادي لګښت او ۲۷.۹ میلیارد یې پراختیايي پروژو ته ځانګړې شوې وه.

Trending

Exit mobile version