تازه خبرونه
د اسلامي شريعت پر ضد د نامسلمانو اعتراض ګستاخي ده – ذبيح الله مجاهد
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې، چې پرون (دوشنبه د وږي شپږمه) خپره شوه، ویل شوي، چې د دې قوانینو د تطبیق په برخه کې به د اسلامي امارت پر دریځ داخلي او بهرنۍ نیوکې اغېز ونکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي قانون په اړه د ملګرو ملتونو نیوکې ته غبرګون ښودلی او وایي، چې د یو نامسلمان لهخوا پر اسلامي شریعت نیوکه ګستاخي او د مسلمانانو هغه له دین څخه ناخبري ده.
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې، چې پرون (دوشنبه د وږي شپږمه) خپره شوه، ویل شوي، چې د دې قوانینو د تطبیق په برخه کې به د اسلامي امارت پر دریځ داخلي او بهرنۍ نیوکې اغېز ونکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د حنفي شرعي فقهې په رڼا کې ترتیب شوی او پر وړاندې یې اعتراض کول د شریعت خلاف کار دی.
ذبیح الله مجاهد ویلي: که کوم غیر مسلمان د دې قانون په اړه اندېښمن وي؛ باید لومړی له اسلامي قوانینو ځان خبر کړي او بیا دې اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.
هغه له مسلمانانو هم وغوښتل، چې له دغو قوانينو ځان خبر کړي او په اړه یې باید له عالمانو څخه پوښتنې وکړي.
هغه ویلي: د یو مسلمان لهخوا د دې قوانینو رد او یا پرې نیوکه د دین څخه د هغه د ناپوهۍ او حتا د ایمان د زوال خطر لري.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې د امربالمعروف قانون د هیچا حق تر پښو لاندې کړی ندی او په پلي کېدو کې یې له نرمۍ کار اخیستل کیږي.
د افغانستان چارسمبالي حکومت عدلیې وزارت د چارشنبې پر ورځ (د زمري یو دېرشمه) یوه اعلامیه خپره کړه، چې: د اسلامي امارت رهبر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب کړی او اوس په ټول افغانستان کې نافذ دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو سیاسي استازولۍ ورسره همهاله غږ پورته کړ، چې د خلکو د حقوقو دا محدودویت به د هېوادونو لپاره له اسلامي امارت سره اړیکې نورې هم ستونزمنې کړي.
مجاهد وایي، چې د دغو قوانینو په تطبیق کې به له نرمښت څخه کار واخیستل شي؛ خو د دې قانون په اړه د بېلابېلو لوریو اندېښنې د اسلامي امارت پر دریځ هيڅ اغېز نلري.
