تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو تولنه دې مالي مرستې ډېرې کړي – عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱, ۱۴۰۰)

د افغانستا ن د پخواني حکومت د ملي پخلاینې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلامي همکارۍ ټولنې د غړیو له پرېکړو، چې په ۱۷ ځانګړې سرمشریزه کې یې ګډون کړی و؛ هرکلی کړی دی.

هغه په یو لړ ټویتونو کې د سعودي عربستان له پاچا څخه د دې نوښت او د پاکستان له چارواکو څخه مننه کړې، چې د ډسمبر پر ۱۹ \ د لیندۍ پر ۲۸ یې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړې سرمشریزې کوربتوب وکړ.

نوموړي څرګنده کړې؛ له ټولو وروڼو غړیو هېوادونو غواړي، چې اړینې مالي سرچینې چټکې راټولې، د میلیونونو افغانانو لپاره د بشري مرستو کچه لوړه او د خواړو د خوندیتوب او له بېوزلۍ سره د مخ هېوادوالو اړتیاوې پوره او د ناورین د کمولو لپاره د ژوند ژغورنې مرستو ته بې له خنډه او خنډ لاسرسی ډاډمن کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو یو صندوق هم رامنځته کړی دی.

Trending

Exit mobile version