تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه ترسره کړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱, ۱۴۰۰)

د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه یوه بېړنۍ ناسته ترسره کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپلې بشري مرستې چمتو کړي.

رویټرز څرګنده کړې؛ په دې ناسته کې، چې د سعودي عربستان لخوا جوړه شوې وه؛ د افغانستان له ټولو ډلو وغوښتل شول، چې د یوه ټولګډونه اسلامي حکومت د رامنځته کولو لپاره ژر تر ژره هوکړې ته ورسیږي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ او آی سي په افغانستان کې د خرابیدونکي بشري وضعیت په اړه، چې وبا او وچکالۍ هم ورسره مل شوې؛ اندېښنه لري او د مرستې ډاډ ورکوي. د غونډې له غړیو، همکارانو او مالي ادارو یې وغوښتل، چې پخپل وخت بشري مرستې چمتو کړي.

د او آی سي لخوا په اعلامیه کې راغلي، چې غړي هېوادونه به د سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ په برخه کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ کړي او مرستې روانې وساتي.

دې ټولنې ټینګار کړی، چې نړیوال باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته څومره، چې شوني وي مرسته وکړي.

په دې ناسته کې په ډاګه شوې، چې د او آی سي یو پلاوی به د افغانستان پلازمېنې کابل ته واستول شي، چې د دې ټولنې د سولې او پخلاینې له پیغامه ملاتړ څرګند، ټولې خواوې سره همغږې او د افغانانو بنسټیز حقونه تضمین کړي.

Trending

Exit mobile version