تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې او یونیسف چارواکو افغانانو ته د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتمه( یکشنبه) په کابل کې د دې ټولنې په دفتر کې ترسره شوې ده.
په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ مشر محمد سعید العیاش په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) له استازي تاجالدین اویواله سره لیدلي او د بشري او پرمختیايي همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتمه( یکشنبه) په کابل کې د دې ټولنې په دفتر کې ترسره شوې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو ګټو پر موضوعاتو د نظرونو تبادله کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو فرصتونه ارزولي دي.
همداراز، په دې خبرو کې د افغانستان د بشري اړتیاوو او پرمختیايي لومړیتوبونو ته د رسېدنې لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې او یونیسف ترمنځ د اړیکو پر دوام او د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
دا لیدنه داسې مهال ترسره شوې، چې په افغانستان کې د بشري او پرمختیايي چارو په برخه کې د نړیوالو بنسټونو همکاري اوس هم یوه اړینه موضوع ده.