تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې له افغانستان سره د مرستو د یوه صندوق له جوړېدو هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۴, ۱۴۰۱)

د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په ۴۸ غونډه کې د افغانستان لپاره د پیسو صندوق له جوړېدو هرکلی وکړ.

د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوه اعلامیه په ۷۰  مادو کې تصویب کړې، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.

د دې ټولنې غړیو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ټینګې ژمنې د څرګندولو تر څنګ ویلي: په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د یوه هر اړخیز، ټولګډونه حکومت د جوړولو له لارې، چې د افغانستان د ټولو توکمونو په ګډون تامینیدای شي. داسې حکومت، چې حاکمیت، استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالی ولري. مونږ د ښځو، ماشومانو، قومي، مذهبي او فرهنګي ارزښتونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د بشپړ درناوي پر اهمیت ټینګار کوو.

د اسلامي همکاریو ټولنې غړیو هېوادونو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان باید د ترهګرو پر ځاله بدل نشي.

په یاده اعلامیه کې راغلي: مونږ ټینګار کوو، چې هیڅ ترهګره ډله، په ځانګړي توګه القاعده، داعش او ورسره تړلې ډلې، د ختیځ ترکستان غورځنګ او پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د خوندي پټنځی په توګه ونه کاروي.

په دې غونډه کې، چې د بېلابېلو هېوادونو ۸۰۰ استازیو په کې برخه لرله؛ د فلسطین، د هند د جمو او کشمیر سیمې او همدارنګه د افغانستان په اړه خبرې وشوې.

د اسلامي همکاریو ټولنه (OIC) له افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنه کړې او پر امریکا یې غږ کړی، چې کنګل شويو شتمنیو ته د دې هېواد لاسرسی ومني.

Trending

Exit mobile version