تازه خبرونه
د اسلامی امارت پر رسمیت نه پېژندل به اقتصادی فشارونه ډېر کړي – جعفر مهدوي
په افغانستان کې د متحد ملت ګوند مشر وایي، چې د نړۍ لخوا د اسلامی امارت پر رسمیت نه پېژندل به پر خلکو د ډېر نور اقتصادی فشارونو لامل شي.
په افغانستان کې د متحد ملت ګوند مشر او د مدني ټولنې د بورډ غړي جعفر مهدوي، چې د ناروې په درې ورځني کنفرانس کې یې ګډون کړی و؛ یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه: د هېواد د ستونزو حل جګړه نه، بلکې د یو او بل منل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په نشام کې د بېلابېلو قومونو کدرونه په ځانګړي توګه هزاره ګان ځای پر ځای شي.
جعفر مهدوي د اسلامي امارت له لوري د تېر حکومت د فاسدو چارواکو د محاکمې او د غلا شویو پیسو د بېرته راګرځولو لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د متحد ملت ګوند مشرجعفر مهدوي وایي: دا مجرمین محاکمه کړئ او ورکې شوې پیسې ترې بېرته راوباسئ او د افغانستان خلکو ته امنیت او هوساینه تضمین کړئ.
نوموړی ټینګار کوي، چې د بښنې فرمان ډېر عملي ندی؛ خو پدې اړه یې جزئیات ورنکړل، چې په کومو مواردو کې له فرمان څخه سرغړونه شوې ده.
ښاغلی مهدوي چې پخپله له هېواده نه دی وتلی له نورو مشهورو سیاسي څېرو غواړي، چې هېواد ته راستانه شي.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د اسلامي امارت پر رسمیت له نه پېژندلو سره دې پر افغان ولس نور فشار نه راوړي.
هغه وایي: د امريکا لخوا د کنګل شويو پيسو له خوشې کولو سره به د خلکو وضعيت ښه کړي او د خلکو ډېرې ستونزې به له دې اړخه له منځه ولاړې شي او نوی کال به د افغانستان د خلکو لپاره يو له ښو کلونو څخه وي.
په ورته وخت کې د دغې غونډې یو شمېر ګډونوال په دې باور دي، چې دا ډول غونډې کولی شي د اسلامي امارت غږ د خلکو تر غوږونو ورسوي.
د دغې خبري غونډې یوه ګډونوال غلام محبي وایي: مونږ دغو پروګرامونو ته ډېر خوشبین یو، چې زمونږ غږ به اسلامي امارت ته ورسېږي.
عارف وفا نومی یو بل ګډون کوونکي ویلي؛ دا ډول غونډې خلکو ته فرصت برابروي، چې خپل غږ پورته کړي.
اسلامي امارت هم د دا ډول غونډو جوړول د ولس او دولت تر منځ د واټن په کمولو کې ګټور بولي.
اسلامي امارت ته نږدې سیاسي شنونکی عبدالحق حماد وایي: مونږ د خپلو وګړیو ټولو حقونو ته ژمن یوو او د ځینو حقونه به د اساسي قانون له جوړولو وروسته ځانګړي شي.
د یادونې ده، چې جعفر مهدوي لومړنی هزاره سیاسي شخصیت دی، چې له اسلامي امارت یې خپل ملاتړ اعلان کړ.