تازه خبرونه
د اسلام کلا او حیرتان ګمرکونه له برښنایي سیستمونو برخمن شول – مالیې وزارت
د افغانستان مالیې وزارت په فېسبوک پاڼه کې په ډاګه کړې، چې د اسلام قلعه او حیرتان په ګمرکونو کې د ګمرکونو برښنایي سیسټم پرانستل شو.
مالیې وزارت زیاته کړې، چې دا برښنایي سیسټم روڼتیا رامنځته کوي، د مالیاتو د غلا مخه نیسي، د جنسیت د بدلون او د وزن د کمي او زیاتي مخنیوی کوي.
د وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغو سیسټمونو کارول عایداتي سرچینو کې یو لومړیتوب دی او له فساد سره په مبارزه کې هم مرسته کوي.
د وزارت د څرګندونو له مخې، په دې سیسټم کې ډیجیټلي تلې، د څارنې کمرې او په هغه سیمو کې، چې د برښنا له کمښت سره مخ دي سولر کارول کیږي.
وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې ډیجیټلي تلې له اسګوډای سیسټم سره نښلول شوي، چې د سوداګریزو مالونو وزن ډیجیټلي ټاکي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه به د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم پلې شي.
