بی بی سی پښتو

د اسیه بي بي وکیل: تر ټولو ”خطرناک” ګواښونه راته شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱, ۱۴۰۰)
Getty Images
سیف الملوک مذهب ته په سپکاوي تونرې اسیه بي بي وکلات هم کړی و چې قضیې یې ټول پاکستان کې غوغا وپاروله.

هغه پاکستانی وکیل چې په بریالیتوب سره یې مذهب ته په سپکاوي د تورنې ښځې اسیه بي بي وکلات وکړ ویلي چې د سخت دریځو له خوا یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

سیف الملوک په دې وروستیو کې هم د یوې بلې جوړې چې مذهب ته په سپکاوي تورنه وه او د مرګ په جزا محکومه شوې وه وکالت وکړ او له تور نه یې سپینه کړه.

ښاغلي ملوک د خواله رسنیو هغه پوسټونه له بي بي سي سره شریک کړل چې په کې د دغې جوړې د وکالت له امله د ده د اعدامولو غوښتنې شوې دي.

مذهب ته سپکاوی په پاکستان کې یوه حساسه موضوع ده او په لسګونه کسان مذهب ته د سپکاوي په تور د خلکو له خوا وژل شوي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون ډېر ځله په نامناسبه توګه لږکي په نښه کوي او د شخصي دښمنیو لپاره ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي.

د روانې جون میاشتې په لومړیو کې د لاهور لوړې محکمې د یوې عیسوي جوړې شګفته کوثر او د هغې د مېړه شفقت ایمانویل چې مذهب ته په سپکاوي تورن وو دوسیه بنده کړه او ویې ویل چې کافي شواهد نه شته.

دا جوړه په ۲۰۱۴ کال کې د ادعا له مخې په تیلفوني پیغامونو کې حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي په خاطر د مرګ په جزا محکومه شوې وه خو دې جوړې ټینګار کاوه چې بې ګنا دي.

د اغلې کوثر ورور تېر کال بي بي سي ته ویلي وو خور او اوښی یې دومره لوستي نه دي چې ان یو تیلفوني پیغام هم ولیکي.

د دې جوړې وکیل سیف الملوک تر دې وړاندې مذهب ته په سپکاوي تورنې عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي وکالت هم کړی و.

اسیه بي بي چې پرضد یې قضیه د نړیوالو له خوا هم وغندل شوه اته کاله په بند کې تېر کړل.

اسیه بي بي په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د سترې محکمې له خوا له تورونو سپینه شوه او له هېواده بهر ولېږدول شوه.

د محکمې د دې پرېکړې په اعتراض د سخت دریځو ملایانو او د هغوی د پلویانو له خوا لویې او خونړې مظاهرې هم وشوې.

”خطرناک ګواښونه”

ښاغلي ملوک چې مذهب ته د سپکاوي په برخه کې یو مخکښ وکیل دی بي بي سي ته وویل ورته شوي اوسني ګواښونه تر ټولو خطرناک دي.

هغه زیاته کړه: ان د اسیه بي بي د وکالت پرمهال هم داسې ګواښونه راته نه وو شوي، اوس سخت دریځې فکر کوي چې زه یې د لارې یوازېنی خنډ یم.

ښاغلي ملوک پر حکومت نیوکه وګړه کې امنیت یې نه نیسي. هغه وویل د پاکستان د حکومت له خوا ان یوه کاتب هم ورسره اړیکه نه ده ټینګه کړې.

پاکستاني چارواکو په دې اړه له غوښتنې سره سره له څه ویلو ډډه وکړه.

دا روښانه نه ده چې دغه ځانګړي ګواښونه چې ښاغلي ملوک ته شوي څومره جدي دي خو په ۲۰۱۴ کال کې یو بل وکیل چې مذهب ته په سپکاوي تورن یوه کس وکالت یې کړی و ووژل شو.

رشید رحمان په خپل دفتر کې ناست و چې برید پرې وشو، په خپله ووژل شو او دوه نور همکاران یې ټپیان شول.

Trending

Exit mobile version