تازه خبرونه

د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ اختلافونه نور هم ډېر شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر محمداشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله تر منځ سیاسی اختلافونه نه یواځې چې حل شوي نه دي، بلکې تر پخوا زیات شوي هم دي.

عبدالله عبدالله ته یو نږدې کس وایي، امریکایي سفیر د دغې ستونزې د حل له پاره منځګړیتوب کړی دی. هغه ټینګار کوي چې له اجرایي رییس اجرایه واکونه او ټاکنې اخیستل شوي دي.

عبدالله عبدالله ته نږدې دغه څېره د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ د سیاسي اختلافونو له زیاتوالي پرده پورته کوي، کوم اختلافونه چې له میاشتو میاشتو راهیسې د حکومت د دوو مشرانو تر منځ د واکونو او د واک د وېش پر سر شته دي، په داسې حال کې چې هېڅ لوری له خپل دریځ په شا شوی نه دی.

د ټاکنو پخوانی رییس فضل احمد معنوي وايي: “سياسي شخړې شته دي، کمې شوې نه دي او حل لاره هم نه ده ورته پيداشوې، اصلي منځګړی هم امريکا ده چې اروپا او ملګري ملتونه هم رول په کې لري چې دا د افغانستان له پاره ډېره ګواښونکې مسله ده.”

خو په رښتیا سره کوم شیان دي چې د دغو مشرانو تر منځ ناویشلي پاتې دي او د دوی اختلافونه یې غځولي دي.

فضل احمد معنوي زیاتوي: “اجرايي رييس ته هېڅ ډول اجرايي صلاحيت نه دی ورکړل شوی، له مقرريو نيولې بيا تر لويو دولتي مشورو پورې ټول ولسمشر په خپل کنټرول کې لري.”

په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هکله له څه ویلو ډډه کوي، خو د ولسمشر پلویان، دغه اختلافونه د نظریاتو او لیدلوریو اختلاف بولي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی معین مرستیال بیا وايي:”زه فکر نه کوم چې رهبران دې اختلافونو ته وخت ورکړي، دا ټول فکري اختلافونه دي چې دا ډول اختلافونه سمې پايلې نه لري او خطرناک دي.”

ځینې سیاسي څېرې بیا د دغو اختلافونو پر ژر حل کېډو ټینګار کوي.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلیار وايي: “د حکومت رهبران بايد اختلافونه يوې خواته کړي، کنه افغانستان د بحران لور ته بيايي چې دا به د ټولو له پاره تباهي وي.”

ټاکل شوې چې ولسمشر او اجرایی رییس د بهرنیو ملاتړو په منځګړیتوب او د کورنیو نفوذ لرونکو څېرو په حضور کې سره وګوري.

 

Trending

Exit mobile version