تازه خبرونه

د اشرف غني غلا دې وڅېړل شي – جمهوري غوښتونکي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۴, ۱۴۰۰)

د امریکا جمهوري غوښتوونکیو د جوبایډن له حکومته غوښتي، چې د تښتېدلي اشرف غني لخوا د میلیونونو ډالرو د غلا په اړه دې څېړنه وشي.

له هغې وروسته، چې اشرف غني له هېواده تېښته وکړه؛ داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې هغه میلیونونه ډالر هم له ځان سره وړي دي. اوس ځینې جمهوري غوښتوونکیو د دې موضوع د څېړنې غوښتنه کړې. د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا د ولسي جرګې د څارنې په کمېټه کې جمهوري غوښتونکیو په هغه لیک کې، چې لوی څارنوال او د بهرنیو چارو وزیر ته لېږلی؛ د اشرف غني لخوا د میلیونونو ډالرو د اختلاس په اړه اندېښنه ښیي.

د فاکس نیوز د څرګندونو له مخې؛ جمهوري غوښتونکیو د تښتیدلي افغان ولسمشر اشرف غني لخوا د ۱۶۹ میلیون ډالرو د غلا په اړه د وضاحت غوښتنه شوې ده.

دوی له لویې څارنوالۍ غوښتي، چې اشرف غني د میلیونونو ډالرو د اختلاس پر دلیل محاکمې ته حاضر کړي.

پوځي کارپوه شعور ګل پښتون پدې باور دي، چې نړیوال پولیس باید اشرف غني ژر تر ژره ونیسي او د پوښتنې لپاره یې افغانستان ته وسپاري.

مخکې له دې بهرنیو رسنیو ویلي وه، چې اشرف غني د وتو پر مهال څلور موټر ډالر په یوه چورلکه کې له ځان سره وړي؛ خو اشرف غني په یوه ویډیویي پیغام کې له هېواده د پیسو د ویستو مسئله رد کړې او څرګندوي، چې په یوه جوړه جامو او چپلکو کې له افغانستان وتلی دی.

Trending

Exit mobile version