1393ټاكنې

د اصلاحاتو او همپالني تیم یود چارواکو ددرغلې غږیز سند خپور کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اصلاحاتو او همپالني تیم له هغې وروسته یو غږیز سند خپور کړ، چې نن دوه بجې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغه تیم له گډون پرته د رایو د پلټنې درول شوی بهیر پیل کړ .

د دغه تیم په غږیز سند کې کریم خلیلي د سیال تیم په گټه په درغلۍ تورن شوی دی.

دوی وايي د ولسمشر دوه یم مرستیال کریم خلیلي په تقلب کې بشپړ لاس درلود او یوه ذره شک هم پرې نه کیږي.

د دغه تیم ځانگړي غړي بریالي ارسلایي زیاته کړه، چې سند صحت لري، خو دولت نه غواړي، خلکو ته يې حقیقت په ډاگه کړي.

هغه ټینگار و کړ، چې زمونږ غبرگون به د خلکو له غبرگون سره مل وِي.

نوموړي پر دولتي چارواکو تور ولگاوه، چې یو هم ناپېیلي نه دي.

ده چارواکي وگواښل که درغلي زیاته شي، مونږ به ډېر نور اسناد هم خلکو ته خپاره کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملگرو ملتونو استازي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته له دواړو نوماندانو خپل ډاډ څرگند کړ او دا بهیر د شنبې په ورځ ۲۴ ساعته د نورو خبرو په هیله ځنډول شوی و.

Trending

Exit mobile version