تازه خبرونه

د اصلاحاتو او همګرایۍ د ټیم دریم ضرب الاجل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګرو ملتونو ته د اصلاحاتو او همګرایۍ د ټیم دریم ضرب الاجل!
د ټاکنو لانجمنې غوټې ته یو ځل بیا نورې ګنډې ور ولوېدې. د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم دریم ضرب الاجل و ټاکه او خبرداری ورکړ، چې که د سې شنبې ورځې (د وږي ۱۱) تر غرمې یې پوښتنې او غوښتنې ونه منل شي، له سیاسي خبرو اترو سره به هم مخه ښه وکړي. دوی خلکو ته د مراجعې خبره هم کوي.
دغه ټیم همداراز وايي، د ملي وحدت حکومت هغه وخت جوړېدای شي، چې د رایو پایله شفافه وي.
دوی زیاتوي، له شفافیت پرته د ټاکنو د پایلو اعلان دوی ته د منلو وړ نه دی.
داسې برېښي، چې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو تر منځ د تېري شپې خبرې هم بې پایلې راوتلې دي.
دوی وايي، یوازې د وضعیت د ساتلو او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له یوه بل ټیم سره مقابل شوي دي.

Trending

Exit mobile version