تازه خبرونه

د اصلاحاتو د ځانګړي کميسيون دوو غړيو د کميسيون غونډې تحريم کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو د اصلاحاتو له پاره د ځانګړي کمېسيون دوو غړو له دې امله د کمېسيون غونډې تحريم کړې چې د دغه کمېسيون نور غړي غواړي د ولسي جرګې له دوه سوه نهه څلوېښتوڅوکيو څخه سل څوکۍ سياسي ګوندونو ته ورکړي.دوى وېره لري، هغه ګوندونه چې ډېر امکانات‌ او وسله والې ډلې لري، وبه کولى شي چې دا ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي .

د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون دوو غړو کاوون کاکړ او شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د اصلاحاتو ځانګړى کمېسيون غواړي حزبي اجنډا مخې ته بوزي. دوی وایی، د کمیسیون ډېری غړي په ګوندونو پورې تړلي دي.

د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون غړی شاه محمود میاخېل وايي: «زموږ د کمېسيون ډېرى غړي چې په مشخصو احزابو پورې تړلي دي، لېوال وو چې د ولسي جرګې له رخصتيو او د دغه کمېسيون د احزابو لهنا متناسبه غړيتوب څخه په استفادې او بيړې سره داسې پرېکړې کويچې د ځانګړو ګوندونو په ګټه وي»

دوی وایی، د ولس باور په ټاکنو او هم د ټاکنو پر کميسيونونو باندې کم شوی او داسې اصلاحات دې راشي چې د افغانستان د ولس اعتماد بېرته پر ټاکنو او هم د ټاکنو پر کمېسيونونو باندې زيات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنيز نظام د اصلاح د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي د شنبې په سهار ویلي وو چې د ټاکنيز نظام د اصلاح په اړه به هغه وړانديزونه د حکومت اجرايي مشر ته وسپاري چې له خلکو سره د خبرو له لارې برابر شوي دي.

Trending

Exit mobile version