تازه خبرونه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل
Last Updated on: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه او په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې د وانګ يو د څرګندونو له مخې راغلي؛ چين د افغانستان له خپلواکۍ او ملي ګټو څخه ملاتړ کوي او له دې کبله، چې افغانستان د فرهنګي او لرغونو ميراثونو له پلوه یو بډای هېواد دی او د چين خلک په دې برخه کې ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
ملا خیرالله خيرخواه د چين له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ويلي، چې د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ساتل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د عینک د مسو د حوزې د فرهنګي آثارو او کانونو ساتنه او پالنه او د هېواد پر اقتصادي پرمختګ د دغې پروژې اغېزې مهمې ګڼل کېږي.
