1393ټاكنې

د اعلام شویو لومړنیو پایلو په باب د مستندو شکایتونو د ثبت نېټه د ۲۴ ساعتونو لپاره وغزېده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خو د اعلام شویو لومړنیو پایلو په باب د مستندو شکایتونو د ثبت نېټه د ۲۴ نورو ساعتونو لپاره وغزېده، چې له مخی یی د دوشنبې ورځې ( د غویي ۸ ) ترماښام پورې د ولسمشرۍ كانديدان وخت لري، چې د اعلام شويو لومړنيو پايلو په باب خپل شكايتونه د شكايتونو كميسيون ته وسپاري.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند نادر محسني وایي:

د ولسمشرۍ كانديدان حق لري، چې د ټاكنو د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته په اته څلوېښت ساعتونو كې خپل مستند شكايتونه د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې ثبت كړي. دا وخت د دوشنبې ورځې ماښام اووه بجې پاى ته رسېږي.

په داسې حال كې، چې د شكايتونو څېړنې همدا اوس روانې دي، خو دوهم پړاو ته د ټاكنو د تلو ګنګوسې هم تودې دي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ولسمشرۍ ځيني كانديدان نيوكه كوي، چې د هغو صندقونه كد دوى ته نه دى وركړل شوى، چې رايې یې باطلې شوې دي.

پر دې مسئله د دموکراسۍ د څار بنسټ رئيس ذکریا بارکزي هم خپله اندېښنه څرګنده كړې ده.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون مسئولين وايي، چې د شكايتونو د څېړنې غونډې او جلسې به علني كړي.

Trending

Exit mobile version