تازه خبرونه
د افغانانو ترمنځ خبرې به ډېر ژر پیل شي -ستانکزی
د حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې د افغانانو او طالبانو ترمنځ خبرې به ډېر ژر پیل شي.
ستانکزي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې: د سولې مشورتي جرګې وروستۍ پرېکړه د هېواد د ملي ګټو پربنسټ د مخامخ خبرولپاره د لارې یوه نقشه ده.
نوموړي په ډاګه کړې؛ د حکومت د مرکچي پلوی د خلکو او حکومت په استازیتوب، د سولې د خبرو اترو دا لړۍ به د یو سوکاله، آزاد او متحد افغانستان په موخه پیل کړي، چې په کې د ټولو اتباعو حقونه خوندي شي.
معصوم ستانکزي نور جزئیات ندي ورکړي؛ خو ویل کیدل، چې د حکومت مرکچي پلاوی به د طالب بندیانو له خوشې کیدو وروسته له کابل څخه دوحې ته سفر وکړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي؛ هر څومره ژر، چې د بندیانو د خوشې کیدو بهیر بشپړ شي د سولې مرکچي پلاوي دوحې ته ځي، چې د خپلمنځي خبرو بهیر پیل شي.
خوځون زیاته کړې؛ د افغانان د خپلمنځی خبرو لپاره ټول خنډونه لرې شوي او د بندیانو د تبادلې پروسه به هم ډېر ژر پای ته ورسیږي. د دې بهیر له پای ته رسیدو سره سم به د خبرو اترو لړۍ پیل شي.
دغه راز ولسمشر اشرف غني هم تېره ورځ له غرمې مخکې د سولې خبرو اترو له پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی هم ګډون درلود.
ښاغلي غني پلاوي ته څرګنده کړې: زه خوښ یم، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ګډو هڅو په پایله کې مونږ دې نازک پړاو ته رسیدلي یو او تاسې د متحد او همکاره پلاوي په توګه د خلکو او د افغانستان د حکومت په استازیتوب له طالبانو سره د سولې خبرې پیلوئ.
ښاغلي غني دا ډاډ هم ورکړ، چې د ملي پلاوي په توګه، دوی د افغانستان د خلکو او دولت قوي ملاتړ لري او افغانان ستاسو په تنوع، یووالي او همغږئ کې خپل ځواک ګوري؛ ځکه، چې جمهوریت او تنوع زمونږ د ځواک دوه بېلابېل اړخونه دي.