تازه خبرونه

د افغانانو ترمنځ د خبرو پیلولو لپاره مشورتي جرګه یو ښه فرصت دی- پمپیو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۷, ۱۳۹۹)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې مشورتي لویه جرګه د افغانانو تر منځ د خبرو پیلولو لپا ره یو تاریخي فرصت بولي او وایي، چې د خپلمنځي خبرو د پیلیدو یوازنی خنډ د طالب بندیانو د پاتې کسانو خوشې کول دي.

ښاغلي پمپیو څرګنده کړې؛ طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانانو تر منځ د خبرو له پیلیدو سره سم به تاوتریخوالي راکم کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ويلي؛ هېواد یې له ولسمشر غني، د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله او د لویې جرګې د غړیو په ګډون له نورو افغان مشرانو غواړي، چې د سولې لپاره د کار دغه تاریخي فرصت غنیمت وچڼي او د سیمه ییز ثبات او نړیوال امنیت د ټینګښت پر لوري ګټور ګامونه پورته کړي.

دغه راز د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی هم وایي، چې مشورتي لویه جرګه افغانانو ته د خپلمنځي خبرو یو تاریخي فرصت دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې؛ د افغانستان مشورتي لویه جرګه د دغه هېواد خلکو ته یو تاریخي فرصت دی، چې د سولې مستقیمو خبرو اترو وروستی خنډ هم لیرې کړي.

نوموړي ویلي؛ د دغې جرګې مثبته پایله به د تاوتریخوالي کمیدل وي او افغانان به د خبرو اترو میز ته راشي.

زلمی خلیلزاد د جرګې د بریا هیله لري او له ګډونوالو یې غوښتي، چې فرصت غوښتونکیو ته د تخریب او د حالاتو د پېچلي کولو اجازه ورنکړي.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې د سولې دغه تاریخي فرصت باید د ټولو خواوو لخوا په پام کې ونیول شي.

ناتو هم مشورتي جرګه د سولې لپاره تاریخي فرصت وباله او هیله دی، چې دا جرګه د سولې لپاره د ملي اجماع په پیاوړي کولو کې ګټوره پایله ولري.

د ناتو ملکي سفیر ستیفانو پونتیکورو وایي: د سولې مشورتي لویه جرګه د بندیانو د خوشې کولو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره ښه فرصت دی  او د افغانانو ترمنځ هم خبرو اترو ته لار اواروي. زه هیله کوم، چې په دې جرګه کې برخه اخیستونکي به د سولې پیاوړتیا ته ملي کړنلار په پام کې ونیسي.

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه د پرېکړې لپاره جوړه شوې مشورتي لویه جرګه به له درې څخه تر پېنځه ورځو پورې روانه وي.

د حقوق پوهانو د باور له مخې، روانه جرګه د دې بندیانو د بښلو واک نلري او په دې اړه باید قانوني چلند ترسره شي.

Trending

Exit mobile version