سیمه ییز خبرونه
د افغانانو د حج ترسره كولو لگښت ۳۱۰۰ امريكايي ډالرو ته لوړشوى
د افغا نستان د حج او اوقافو وزارت وايي، چې:
په ټول هېواد كې يې د حج پروسې ته د داوطلبو كسانو د شاميلولو د پچې اچونې مراسم پيل كړي دي.
د دغه وزارت چارواكي وايي، چې:
د ۱۳۹۰ل كال لپاره په يوه داسې كړنلاره كاركوي، چې د افغان حاجيانو ستونزې د تېرپه پرتله اتيا سلنه حل شي.
سږ كال به ۳۰ زره افغانان د حج په مراسمو كې گډون وكړي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال محمد ابراهيم امرخېل رپوټ ور كړى، چې:
د چارشنبي په ورځ د افغا نستا ن په ۳۴ ولايتونو كې د حج پروسې ته د داوطلبانو د گډون په موخه د پچې اچونې مراسم په رسمي ډول پيل شول.
د كا بل ولايت د حج او اوقافو رييس حفيظ الله سلا م وايي، چې:
د حج او اوقافو وزارت هركال د زيارت كوونكيو د ټاكلو په موخه د پچې اچونې پروگرام تطبيقوي؛ ځكه هغه وايي:
داوطلبان خورا ډېر دي، خو د افغانستان لپاره وركړشوې ونډه لږ ده.
نو موړى وايي، چې:
دوى هڅه كوي هغه ستونزې تردېره حل كړي، چې افغان حا جيان تېر مهال په سعودي عربستان كي ورسره مخامخ وو .
د كا بل ولايت د حج او او قافو رييس حفيظ الله سلا م وايي:
يو شمېرهغه كسان، چې د پچې اچونې پروگرام له لارې يې نومونه انتخابيږي د دې پروسې په روڼتيا ټينگاركوي.
د حج او اوقافو وزارت چارواكي وايي، چې:
هرهغه څوك، چي د حج د فريضي لپاره سعودي عربستان ته ځي بايد ۳۱۰۰ امريكايي ډالره دغه وزارت ته تسليم كړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په روان كال كي به له افغا نستان څخه ۳۰ زره حاجيان د حج په فريضه كې گډون وكړي.
د حج او او قافو وزارت په داسي حال كي د حاجيانو د ستونزو د حل خبرې كوي، چي هركال افغان حاجيان په سعودي عر بستان كي د نورو هېوادونو د حاجيانو په پرتله له گڼو ستونزو سره مخ كيږي .