تازه خبرونه

د افغانانو د خپلمنځي خبرو ناکامي به د امریکایانو د نه وتلو معنا ولري- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد روانه اوونۍ دوحې ته سفر کړی، چې افغانان د خپلمنځي خبرو په بهیر کې له په ټپه ولاړ حالته راوباسي؛ خو وایي، که د دوحې خبرې ناکامه شي؛ نوامریکا به له افغانستان څخه ونه وځي.

زلمي خلیلزاد این پي آر ته ویلي: واشنګتن به هغه تېروتنه تکرار نکړي، چې پخوانی شوروي اتحاد په ۱۹۸۹ کې په ناڅاپي توګه له افغانستان ووت؛ ځکه، چې هغې تېروتنې په افغانستان کې ویجاړونکې کورنۍ جګړه رامنځته کړه او په پای کې طالبان واک ته ورسیدل.

نوموړي زیاته کړې: مونږ به له افغانستان څخه په وتلو کې شوروي اتحاد ته ورته تېروتنه ونه کړو او دا هېواد به په ډاګ نه پرېږدو؛ ځکه، چې بیه یې د افغانستان د مشرانو د تېروتنو له کبله دې هېواد او خلکو ته ګرانه پریوته.

د امریک دې ځانګړي استازي زیاته کړې: هغه مهال د دې پرځای، چې یره یوځای شي او حکومت جوړ کړي؛ دوی له یو او بل سره جګړه وکړه. پداسې حال کې، چې نورې نړۍ په افغانستان کې د شوروي له ماتې او تجزیې ګټه پورته کړې؛ خو دې حالت تر یو حده له دوی سره د فتحې یا د افغانستان د فتح کولو په هڅو کې مرسته کړې ده.

هغه څرګندوي؛ اوس د دې وخت رارسیدلی، چې افغانان خپلمنځي خبرو ته ورودانګي له دغه رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي او وښیي، چې په افغانستان کې د نظرونو یا ایدیالوژیو بېلابېلې ډلې ګډ ژوند کولی شي.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې: او په دې حال کې امریکا ته هم یو درس شته، چې موږ نشو کولی افغانستان یوازې او په ډاګ خوشې کړو؛ مونږ دا هم نشو کولی، چې دې هېواد ته شا واړوو.

هغه زیاته کړې: که شرایط سم وي؛ نو هیڅ ګواښ به نه وي. مونږ کولی شو خپل سرتېري راوباسو او یا هم ورته شرایط برابر کړو.

خلیل زاد څرګنده کړې؛ د سولې اوسنی حالت د افغان مشرانو لپاره یوه داسې شېبه ده، چې تېرې تېروتنې تکرار نکړي، بلکې د اتفاق پر بنسټ داسې سیستم رامنځته کړي، چې په کې ټولې خواوې او ښکېل ګوندونه  راټول شي. دا کار به په افغانستان کې د سولې خوزښت رامنځته او ان سیمه له بدلون سره مخ کړي.

Trending

Exit mobile version