تازه خبرونه

د افغانانو نه هېرول به له نوي حکومت سره اړیکې پراخې کړي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۴۰۰)

 د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر ویلي؛ که څه هم په اوکراین او اروپا کې د روسیې له جګړې ویجاړۍ او بشري کړکېچ رامنځته شوی؛ خو له نوي حکومت سره اړیکې پراخول هم یوه اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپوګرنډي، چې پر څلور ورځني سفر کابل ته راغلی وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي یوازنۍ لار له نوي حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل او اړیکې پراخول دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بشري اړتیاوو په پام کې نه نیول د ټولې نړۍ لپاره ډېر خطرناک دي.

فلیپوګراندي زیاته کړې؛ زه هیله من یم، چې نړیواله ټولنه به په ښه نیت له نوي حکومت سره د تعامل په اړه غور وکړي. نړۍ باید له نوي حکومت سره د همکارۍ ګامونه پورته کړي. که نه؛ نو هیڅ شی به ترلاسه نشي. په افغانستان کې دوامداره بشري ناورین په خلکو کې د کړاو، لوږې او نا امیدۍ لامل شوی دی.

له بلې خوا د اسلامي امارت چارواکي د دې غوښتنې هرکلی کوي او پر نړۍ غږ یې غږ کړی، چې له نوي حکومت سره اړیکي وپالي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي خبرداری ورکوي، چې د افغانستان د ۳۸ میلیون وګړیو نیمایي برخه وږي دي او میلیونونه یې د خواړو خوندیتوب نلري او دغه راز پوره خوارځواکي هم د ماشومانو ژوند ګواښي.

هغه د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو- انګلستان او قطر د سرمشریزې د جوړولو خبره هم وکړه.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(OCHA) ویلي، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د جلب او دوام په موخه به د ملګرو ملتونو، بریټانیا او قطر پر کوربتوب د مارچ پر ۳۱ یوه غونډه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي مسوول رامیز الکباروف وایي: یوازې بشردوستانه مرستې د افغانستان د ټولو اوسنیو او راتلونکیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نکوي. خلک باید ژوندي او ښه وساتل شي. سره له دې، چې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره هڅې روانې دي؛ په زرګونه خلک اوس هم د خواړو خوندیتوب نلري او پوره خوارځواکي د ماشومانو ژوند ګواښي.

دغه راز ویل شوي، چې پوره لوږه د تېر کال له ۱۴ میلیون څخه ۲۳ میلیونو ته لوړه شوې ده. که څه هم کورنۍ یې اړ کړي، چې ناامیده اقداماتو ته مخه کړي. لکه د خواړو پریښودل یا د بې سارو پورونو اخیستل.

د افغانستان لپاره د مرستو راټولولو نړیواله غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې مرستندویه هېوادونه هڅه کوي له افغان ولس سره داسې مرستې وکړي، چې د نوي حکومت په ګټه نه وي.

Trending

Exit mobile version