تازه خبرونه
د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې ځنډ د اندېښنې وړ ندی- معصوم ستانکزی
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ د قطر په دوحه کې د افغانستان د خپلمنځي خبرو له حکومتي پلاوي سره وکتل او د سولې خبرو اترو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني له غونډې وروسته رسنیو ته څه ندي ویلي؛ خو د خپلمنځی خبرو د حکومتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي څرګنده کړې، چې په خبرو کې ځنډ باید د ډېرې اندېښنې وړ نه وي؛ ځکه، چې دواړه خواوې د سولې خبرو ته ژمن دي.
د یاد پلاوي یوه غړي خالد نور هم ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې دواړو خواوو پر ناندریزو ټکو ناستې تر سره کړې دي.
که څه هم نور د ناندیزو ټکو په اړه پوره څه ونه ویل؛ خو ویل کیږي، چې دمګړۍ پر حنفي فقې او د اصل په توګه له طالبانو سره د امریکا د سولې راوستو پر هوکړې ټینګار دا بهیر درولی، چې حکومتي پلاوی یې نه مني.
خالد نور ویلي، چې د افغانستان د جمهوریت ډله د ټولو افغانانو استازیتوب کوي؛ د بیان د آزادۍ ترڅنګ، چې مونږ ورته ژمن یو د ښځو له حقونو او نورو ارزښتونو د ساتنې لپاره مونږ دلته راغلي یو او طالبانو ته مو ویلي، چې نننی افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو له افغانستان سره توپیر لري.
هغه ټینګار کړی، چې مونږ به د ځوانانو، ښځو، علماوو، د رسنیو په ګډون د هر افغان له حقونو دفاع وکړو … موږ به ژر تر ژره رښتینې خبرې پیل کړو.
له آریانا نیوز سره په خلرو کې د یادې ډلې یوه بله غړې او سیاسي فعاله فوزیه کوفي په ډاګه کوي: ښځې زموږ د ټولنې د ټینګار وړ برخه ده. د همدې لپاره د دوی امنیت، په ټولنه کې د دوی د وضعیت خوندي ساتل او د دوی آزادي خورا مهمه ده. مونږ په تېرو ۲۰ کلونو کې له دې ارزښتونو سره وده کړې او لږ تر لږه ورسره سیاسي شوي یو؛ نو له همدې کبله مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې دا ټکي زموږ لپاره ارزښت لري.
فوزیه کوفي ټینګار کوي او وایي، چې د بیان آزادي او نورې ټولې آزادۍ، چې مونږ په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه او تجربه کړې مونږ ته یو مهم پړاو او له ټولنې سره نېغه اړیکه ده او مونږ د خبرو اترو د بریالیتوب لوري ته رسوي.
هغه وایي، مونږ به په آسانۍ له هغو بنسټیزو اصولو تېر نشو، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې مو ترلاسه کړي دي.
هغې زیاته کړې، چې خبرې پېچلې دي؛ ځکه، چې مونږ غواړو د څلور لسیزو شخړې د خبرو له لارې حل کړو؛ خو مونږ (د افغانستان او طالبانو پلاوي) په نامساوي حالت کې یو.
دغه راز هغې ویلي؛ د دواړو لوریو تر منځ د غونډو جوړول او په لومړنيو مسایلو هوکړې ته رسیدل یو بریالیتوب دی.
هغې دا هم ویلي؛ اوس هم داسې مسلې شته، چې باید حل او د راتلونکیو پړاوونو لپاره بنسټ شي.
ویل کیږي، چې ولسمشر غنی او ورسره مل پلاوی د قطر د امیر په بلنه قطر ته رسمي سفر کړی او د دې هېواد له لوړ پوړیو چارواکو سره به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او همکاریو په اړه وګوري.
تر دې دمخه د سولې د خبرو د پلاوي یو بل غړي نادر نادري ویلي، چې ولسمشرغني په یوه رسمي سفر قطر ته تللی او د هغه سفر د دوحې د سولې له روانو دمه ییزو خبرو سره نېغ تړاو نلري.
