تازه خبرونه

د افغانانو ۴۰۰ کلن لرغونی کتاب د جرمني له کتابتونه تر لاسه شوی – حبیب الله رفیع

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۳۹۹)

د علومو اکاډمۍ غړي، لیکوال او فرهنګي حبیب الله رفیع اسرار الافغان نومی کتاب، چې د پښتنو د نهه سوه کلن تاریخ د ناویلو بیانونکی دی؛ په جرمني کې د مېشته افغانانو پر مرسته تر لاسه کړی دی.

دا کتاب د جرمني په یاد وړ کتابتون کې ساتل کېده.

لیکوال او فرهنګي حبیب الله رفیع په دې اړه ویلي؛ دا کتاب څه نا څه ۶۰۰ چاپي پاڼې کیږي او په دې کې داسې خبرې شته، چې په نورو کتابونو کې لږ راغلي دي.

استاد رفیع څرګنده کړې؛ دا کتاب څلور سوه کاله مخینه لري او د پښتنو لومړنی عرفاني او ادبي خوزښت، چې د شیخ مټي(مطیع) بابا لخوا له اوومې تر لسمې پېړۍ را منځته شوی و؛ بیانوي.

دی زیاتوي، چې دا خوزښت په سعودي، پېښور، هند او افغانستان کې سلګونه زره مریدان لري  او د کتاب لیکوال هم حسین بن صابر سینزی دی، چې په هندي فارسي سبک لیکل شوی دی.

نوموړي دا هم ویلي؛ دوه نسخې یې سمې او تصحیح شوي، چې له پښتنو څېړونکیو سره مرسته کوي.

استاد حبیب الله رفیع زیاته کړې: دوه نسخې؛ یوه یې، چې په کراچۍ ښار کې موندل شوې او بله دا، چې اوس تر لاسه شوې؛ دواړه مې سره پرتله کړې اوس چاپ ته چمتو شو. ان شاالله د کتاب بشپړ متن مو تر لاسه کړ.

دغه راز د هېواد بل فرهنګي او لیکوال اقتصاد پوه احسان الله آرینزي د لومړي ځل لپاره نهه ټوکه کتابونه د افغانستان په ګډون د پېنځه وچو د ۱۹۶ هېوادونو د جغرافیې، اقتصاد او  بشري اړیکو د تاریخ په اړه پر پښتو ژبه لیکل شوی؛ دري ژبې ته ژباړل شوی او پر ازبکي ژبې یې د ژباړې کار روان دی.

د احسان الله آرینزي دغه نهه ټوکه کتاب، چې شپږ زره پاڼې لري؛ له ۲۰۱۷ کال څخه تر اوسه څلور ځله چاپ شوی دی.

 ښاغلي آرینزي په دې اړه ویلي: له ځوان نسله زما غوښتنه داده، چې یو ځل دا کتاب ولولي؛ نړۍ وپېژني او بیا ځان وګوري، چې نړۍ چېرته او مونږ چېرته یو.

دا په داسې حال کې ده، چې لیکوالان او فرهنګیان د تېر پر پرتله اوس له کتاب لیکلو او څېړنو ساړه شوي او وایي، چې ناامنیو او جګړې د کتاب لوستو فرهنګ له منځه وړی او خلک له کتابتونونو او کتاب لوستلو لرې پاتې شوي دي.

Trending

Exit mobile version