تازه خبرونه

د افغانستان، ترکیې او پاکستان بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه په ترکیه کې د خبرو نیت لري

Published

on

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران سبا (جمعه د غویی ۳) په استانبول کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د بحث لپاره غونډه وکوي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته به د اپریل پر ۲۳ په استانبول کې ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان د سولې بهیر پر پرمختګ سربېره د امنیت، انرژۍ، اړیکو او مهاجرت په برخو کې به هم خبرې وشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ په دې ناسته کې به پر سیاسي حل، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو بیا پیل، د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کولو او په دې برخه کې د ترکیې او پاکستان پر هڅو هم خبرې وشي.

په خبرپانه کې راغلي، چې د غونډې په څنډه کې به د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولو چاووش اوغلو به له خپل افغان او پاکستانيو سیالانو سره ځانګړې ناسته هم تر سره کړي.

د راپور له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ترکیې ته روان شوی دی.

له دې مخکې ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو ویلي وه، چې د ترکیې غونډه تر هغې ځنډول شوې، چې د پام وړ پرمختګ نه وي شوی.

طالبانو مخکې ویلي وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به په افغانستان کې د سولې خبرو په کومه ناسته کې ګډون ونکړي.

Trending

Exit mobile version