تازه خبرونه
د افغانستان، هند، بنګله دیش او بوتان په نه ویلود سارک سرمشریزه وځنډول شوه
افغانستان، هند، بنګله دیش او بوتان په اسلام آباد کې د نوامبر میاشتې پلان شوې سارک نولسمه سرمشریزه بایکاټ او پاکستان هم د دې سرمشریزې د ځنډېدو پرېکړه وکړه.
د پاکستان چارواکي وايي،د څلور غړیو هېوادونو له لوري په سرمشریزه غونډه کې له انکار وروسته د سویلي آسیا هېوادونو د همکارۍ یا( سارک ) غونډه ځنډولې ده.
د نیپال بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي،افغانستان، هند، بنګله دېش او بوتان ورته په غونډه کې د ګډون نه کولو په اړه ویلي دي.
دا مهال نیپال د سارک کنفرانس مشرتوب کوي.
د ولسمشر محمد اشرف غنيویاند هارون چخانسوري وویل، چې افغانستان به د سارک په راتلونکې سرمشریزه غونډه کې،چې ټاکل شوې وه، پهپاکستان کې تر سره شي، ګډون ونه کړي.
د ولسمشر ویاند زیاته کړې، افغانستان له پاکستان سره یو شمېر ستونزې لري، چې بیا بیا یې بېلابېلدریځونو راپورته کړې؛خو په وینا یې پاکستان د دغو ستونزو د حل پهلړ کې رغنده ګامونه نه دي پورته کړي.
نوموړي د بېلګې په توګه له پاکستان څخهافغانستان ته د وسلوالو بریدګرو د ورتګ خبره یاده کړه.