سیمه ییز خبرونه
د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان تر منځ د برېښنا د لېږد تړون لاسلیک شو
د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان تر منځ د برېښنا د لېږد تړون د چهار شنبې په ورځ ( د سلواغې ۳۰ ) لاس لیک شو. د غه تړون، چی د کاسا زر په نوم یادېږي پر بنسټ یی قرغزستان او تاجکستان هر کال زر میګاواټه برېښنا د افغانستان له لاری پاکستان ته لېږدوی افغانستان هر کال د شپږویشتو میلیونو ډالرو د ترانزیت د حق له ترلاسه کولو سربېره کولای شی دری سوه میګاواټه برېښنا هم د دی پروژی څخه و پېری.
کاسا زر هغه پروژه ده، چی دیارلس سوه مېګاواټه برېښنا له مرګزي آسیا څخه جنوبی آسیا ته لېږدوي، چی پرېکړه لیک یی د چهار شنبی په ورځ ( د سلواغې ۳۰ ) د پاکستان، تاجکستان، قرغزستان او افغانستان د انرژی وزیرانو له خوا لاس لیک شو.
د دی تړون پربنسټ به دوه هېوادونه تاجکستان او قرغزستان د افغانستان له لاری پاکستان ته هر کال زر مېګاواټه برېښنا ورکوی.
د یادو هېوادونو په تړونليک کې داسې راغلي، مونږ هیله مند یو، چی د دی پروژې پر بنسټ، چی دا فغانستان له لاری پاکستان ته د برېښنا لېږد دی و کولای شی پاکستان ته ډېره برېښنا وارد کړو او د برېښنا د کمښت یوه تشه ډکه کړو.
وېل کېږی، چی دغه پروژه به راتلونکو دری کلونو پوری بشپړه او په دوه زرو اولسم کال کی به د برېښنا لېږد رسما پېل شی، خو پوښتنه دا ده، چی په دغه پروژه کی د افغانستان برخه څه ده؟
که څه هم د اوبو او برېښنا د وزارت مسئولینو پدی اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول، خو تر دې وړاندې ویل شوی وو، چی افغانستان هر کال د شپږویشتو میلیونو ډالرو د ترانزیټ د حق له ترلاسه کولو سربېره کولای شي دری سوه مېګاواټه برېښنا هم د دی پروژې څخه و پیري د مالیی وزارت مالي مرستیال مصطفی مستور ویلي افغانستان د دی پروژې په پلی کولو ژمن دی.
افغانستان ژمن دی، چی د مرکزی آسیا د برېښنا له پلوه د غنی هېوادونو څخه سویلی اسیا ته د برېښنا په لېږد کی مرسته وکړی.
دې یادولو وړده، چی د دغه برېښنا د غزولو د مزی طول ۵۶۲ کیلو متره دی، او لګښت یی شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسېږی، چی دغه څلور واړه هېوادونه یی باید ورکړی.