لوبی
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
په کابل کې د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووهویشتمه) له غرمې وروسته د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو د مهالوېش ټاکلو لپاره د پچېاچونې مراسم ترسره شول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون، آریانا ټلویزیوني څانګه او د دغه لیګ مالي ملاتړکوونکی ویکټور انرژي د یاد پړاو سیالیو د مهالوېش لپاره د پچېاچونې مراسمو کوربه ول، چې له غرمې وروسته له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وړاندې شول.
دغه مراسم د آریانا تلویزیون په سټوډیو کې جوړ شوي وه او پچهاچونه یې د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رییس احمدالله وثیق لهخوا ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فډراسیون او د بدني روزنې او سپورټ څانګې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي رییس محمد طاهر رووفي، د آریانا ټلویزیو د سوداګریزې برخې مشر لطف الله ستانکزي، د ویکتور انرژی مدیر غلام رباني عباس، د پامیر ګروپ د شرکتونو د عامه اړیکو مسوول میراحمد بهره او د کلبونو استازو ګډون کړی و.
دولس لوبډلې په دې زړهراکښونکیو سپورتي سیالیو کې برخه اخلي، چې د شنبې پر ورځ (د غویی لومړۍ) پیل کیږي او د غبرګولي تر درېیمې به روانې وي.
د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره کیږي او په لومړۍ لوبه کې به فوټبال لوبډله ابو مسلم فراه له سرسبز یاشلر سره مخ شي.
په ټول هېواد کې د فوټبال مینهوال کولی شي د آریانا او آریانا نیو ټلویزیونونو له لارې د سیالیو تازه خبرونه او معلومات ترلاسه کړي.
آریانا نیوز او آریانا ټلویزیونونه د سیالیو پر مهال او له سیالیو مخکې تازه موضوعات خپروي.
لومړۍ لوبه به د شنبې پر ورځ ماسپښین ۲ بجې پیل او له آریانا ټلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
د دې ورځې دوهیمه لوبه مازیګر څلور بجې پیلیږي او سرخپوشان خوافي به له خراسان فاریاب سره مخ شي.
دغه سیالۍ به ۳۳ ورځې په ۶۶ لوبو کې ترسره شي.
ټاکل شوې، چې په دې ټورنمنټ او سیالیو کې به ۱۲ غوره لوبډلې ( سرسبز یاشلر فاریاب، واحدي کندوز، اټک انرژی هرات، سرخ پوشان هرات، عصمت لغماني، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم افسي سرپل، خراسان، عینو مېنه کندهار، عدالت فراه لفسي او موج سااحل لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.