لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل او سرسبز یاشلر لوبډلو لوبه ۱-۱مساوي کړه

که څه هم دواړو لوبډلو د نورو ګولونو وهلو فرصتونه درلودل؛ خو هېڅ یوې ونه‌شو کړی، چې بل ګول ووهي او لوبه ۱-۱ پای ته ورسېده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۴, ۱۴۰۵

 

د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو په شپږپنځوسمه سیالۍ کې د استقلال کابل او سرسبز یاشلر لوبډلو ۱-۱ مساوي لوبه وکړه او نومرې یې سره ووېشلې.

سرسبز یاشلر لوبډله د لوبې په یوویشتمه دقیقه کې د فیروز رحماني د ګول پر وهلو مخکې شوه؛ خو استقلال کابل په دوه‌یمه نیمایي کې د هارون نوري پر مټ د لوبې په څلورپنځوسمهه دقیقه کې د مساوي ګول پر وهلو ځواب ورکړ.

که څه هم دواړو لوبډلو د نورو ګولونو وهلو فرصتونه درلودل؛ خو هېڅ یوې ونه‌شو کړی، چې بل ګول ووهي او لوبه ۱-۱ پای ته ورسېده.

په دې سیالۍ کې سرسبز یاشلر لوبډلې د کارنر ډېرې شېبې ترلاسه کړې؛ خو د استقلال کابل لوبډلې ډېرې خطاوې وکړې او ډېر ځله آفسایډ شوه. دواړو لوبډلو دوه ـ دوه ژېړ کارټونه ترلاسه کړل او هیڅ لوبغاړی پر سره کارټ له لوبغالي ونه‌ایستل شو.

استقلال کابل د لس لوبډلو په جدول کې اوس هم وروستی ځای لري او سرسبز یاشلر خپل اتم ځای ساتلی دی.

د یادونې ده، چې د دې لیګ سیالۍ د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

 

Trending

Exit mobile version