لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ د پچهاچونې مراسم سبا له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي
په داسې حال کې، چې د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو پیل ته څو ورځې پاتې دي؛ د هېواد فوټبال فډراسیون به د دغو سیالیو د پچهاچونې مراسم سبا (دوشنبه د وري اووهویشتمه) په کابل کې تر سره کړي او د آریانا نړیوال ټلویزیون یې پر ژوندۍ بڼه خپروي.
پچهچونه به د کابل پر وخت مازیګر ۴ بجې پیل شي او له آریانا او آریانا نیوز ټلویزیونونو څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
دغه راز دا پچهاچونه د آریانا سپورټ په فیسبوک پاڼه او یوټیوب چینل کې هم پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
تېره اوونۍ د آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې اعلان وکړ، چې دوی به د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو پر ژوندۍ، قانوني او ځانګړې بڼه تولید او خپور کړي.
د دغو سیالیو د دوه اړخیز او درې اړخیز تړون د لاسلیک مراسم د یکشنبې پر ورځ ( د وري نولسمه ) د آریانا ټلویزیون، فوټبال فډراسیون او ویکټور انرژي ترمنځ ترسره شول.
دا سیالۍ به د افغانستان فوټبال فډراسیون د کابل په پېنځه زره کسیز لوبغالي کې ۳۳ ورځې په ۶۶ لوبو کې ترسره شي.
ټاکل شوې، چې په دې ټورنمنټ او سیالیو کې به ۱۲ غوره لوبډلې ( سرسبز یاشلر فاریاب، واحدي کندوز، اټک انرژی هرات، سرخ پوشان هرات، عصمت لغماني، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم افسي سرپل، خراسان، عینو مېنه کندهار، عدالت فراه لفسي او موج سااحل لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د سیالۍ د خپرېدو جزئیات:
په ټول هېواد کې د فوټبال مینهوال کولی شي د راتلونکیو سیالیو په اړه د خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز ویب پاڼه تعقیب کړي؛ ځکه، چې آریانا نیوز او آریانا ټلویزیونونه له سیالیو مخکې او د سیالیو په بهیر کې له خپلو پاڼو وروستي معلومات خپروي.
د افغانستان اتلانو لیګ د سیالیو د پایلوبې د لیدو لپاره لاندې لینکونه کتلای شئ:
د آریانا سپورټ فیسبوک:
https://www.facebook.com/ATNSports/
د آریانا سپورټ یوټیوب: