لوبی

د افغانستان اتلان له سویلي افریقا څخه د سیالیو له ګټلو وروسته کابل ته راستانه شول

افغانستان دغه لړۍ ۲ـ۱ وګټله؛ دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډلې نه یوازې د سویلي افریقا پر وړاندې یو ورځنی لوبلړ وګاټه، بلکې د ICC په درجه بندۍ کې د پېنځه مخکښو لوبډلو پر وړاندې د لړۍ لومړۍ بریا یې هم خپله کړه.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اتلان د سویلي افریقا پر وړاندې د تاریخي یو ورځنیو سیالیو له ګټلو وروسته نن سهار کابل ته راستنه شول.

افغانستان دغه لړۍ ۲ـ۱ وګټله؛ دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډلې نه یوازې د سویلي افریقا پر وړاندې یو ورځنی لوبلړ وګاټه، بلکې د ICC په درجه بندۍ کې د پېنځه مخکښو لوبډلو پر وړاندې د لړۍ لومړۍ بریا یې هم خپله کړه.

سویلي افریقا په درېیمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو هدف تر لاسه کړ.

افغانان د ICC د نرینه‌وو د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې نهم ځای لري، چې د ۸۲ نمرو پر لرلو له بنګله دیش (۸۶) څخه وروسته دی.

افغانستان د فبرورۍ په نیمایي کې له اسټرالیا او انګلستان سره یو ځل بیا د اتلولۍ په ګروپ کې له جنوبي افریقا سره مخامخ کیږي.

Trending

Exit mobile version