تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تصویب شوه
د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا پالیسي د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تائید کړې او د اسلامي امارت د رهبر لهخوا تصویب شوې ده.
Last Updated on: وږی ۲۷, ۱۴۰۴
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تصویب شوه.
د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا پالیسي د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تائید کړې او د اسلامي امارت د رهبر لهخوا تصویب شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا پالیسي د اسلامي اقتصادي نظام پر بنسټ د افغانستان پر پراختیا ټینګار کوي او د پانګونې راجلبولو، د تولید او صادراتو زیاتوالي، د دندو رامنځته کولو، د فقر کمولو، دوامداره ودې، اقتصادي ثبات او اسلامي ټولنیز عدالت په څیر اهدافو ته زمینه برابروي.
د اقتصادي مرستیالۍ دا پالیسۍ د اقتصادي فعالیتونو همغږي، د سرچینو اغېزمن استعمال او د خصوصي سکټور ملاتړ اړین ګڼلی دی.